دافغانستان اسلامي امارت
دنظامي چاروکميسيون
دملکي تلفاتودمخنيوي اداره
ګرانوهيوادوالو! په دې وروستيوکې دافغانستان اسلامي امارت دنظامي چارودکميسيون په چوکاټ کې دملکي تلفاتودمخنيوي لپاره يوه باصلاحيته اداره جوړه کړه .
ترڅودټول هيوادپرسطحه داشغالګروخارجي ځواکونوپه ړندو بمباریو،او دکابل ادارې او بهرنیو عسکرو د شپنیو عملیاتوپرمهال په مخامخ ډزو،اوددښمن داستخبارتي کړیو لخوا په قصدي توګه دخلګو په تجمع ځایونو کې دبمی بریدونو،یاهم کله ناکله سهوا دافغانستان داسلامي امارت دمجاهدينوله خوا د ځينوانفجاراتواوځمکنيوماينونوپه نتیجه کې ،زموږبي دفاع ولس ته ځاني يامالي زیان رسيږي، یاده اداره مسؤلیت لري چې دهرې يوې غټي اووړې پېښې په اړه ،هراړخيز اوبې پرې تحقيقات وکړي ،اوداسلامي امارت د مشرتابه مقام ته هرڅومره ژرراپورترتيب اوورکړي، ترڅودپيښې نوعيت ته په پام سره دهغې قضيې دښکيلواړخونوپه اړه شرعي او قانوي پريکړې اويايي ترمينځ اصلاح ته لاره هواره اوهمداراز د تدارک اوغمرازۍ لپاره يې شرائط مساعدشي .
څرنګه چې نوموړې اداره تريوې پيښې وروسته له بيلابيلومربوطه منابعواوداړوندواړخونوڅخه دمعلوماتولپاره دنظرونودتجمع اوتحقيقاتوراغونډولوپربنسټ دشرعي أړخ په پام کې نيولوسره کارکوي ،هيوادوال دي دهرې پيښي چې له امله يي ملکي خلکوته ځاني اومالي زيان اوښتی وي، له دقيق اوبې لوري معلوماتوپه ورکولوسره ،له دې ادارې سره مرسته وکړي ترڅوپريوه وخت ټول هغه څه چې اړين وي په کارواچول شي .
داړيکې لپاره دګرځنده تليفون شمیره : 0707918384
ای ميل ادرس : molkietalafat_m@yahoocom
دمخابري نوم : دفاعی /6709
تاسوکولای شئ چې په پورته ادرسونوزموږسره أړيکې ټينګې اودپيښوکره معلومات راسره شريک کړئ .
دنظامي چاروکميسيون
دملکي تلفاتودمخنيوي اداره
افغانستان